د خپلوانو د تلیفون شمیرې په یادو یادې کړئ.
د کورنۍ غړو او ملګرو ته ووایی چې تاسې د مهاجرت کومه لاره د استعمال لپاره په پلان کې لرئ.
د کورنۍ غړو سره اړیکه له لاسه ورکولو وروسته د امکان تر حد پورې ژر تر ژره د سور صلیب یا سرې میاشتې پوست د موندلو هڅه وکړئ.
د خپلې کورنۍ د ټولو غړو او د ملګرو د بریښنالیک پتې یادې کړئ.
ډاډ لاسته راوړئ چې تاسې او ستاسې دتاسې کورنۍ غړي د ژوند ژغورونکي مناسب جیکټونه استعمال کړي.
که د ماشومانو سره سفر کوئ، د هغوی سره مرسته وکړئ چې ګټور معلومات یاد کړي، لکه د والدین نومونه.
د خپل سفر په اړه او دا چې تاسې چیرته یې یو وخت او بل وخت د خپلې کورنۍ غړو ته تازه معلومات ورکړئ.
که تاسې ونیول شئ، پولیسو ته ووایی چې تاسې نه غواړئ د خپلې کورنۍ څخه جلا شئ.