که تاسې ته په بلجیم کې نړیوال محافظت (تثبیت شوی او پیژندل شوی مهاجر یا د فرعي محافظت دریځ) در کړل شي، نو تاسې حق لرئ چې د خپلې کورنۍ ځانګړي غړي دلته راوړئ ترڅو تاسې سره یوځآی اوسي. د کورنۍ یوځای کیدو دا طرزالعمل، لکه څنګه چې د هیواد، استوګنې، تاسیساتو ته لاسرسي اود بهرنیانو د ایستلو په اړه د بلجیم د ۱۹۸۰ کال د دسمبر ۱۵ قانون ۱۰مه ماده کې راغلي، د تعدیل وروسته، د کورنۍ ځانګړي غړو باندې پلي کیږي څوک چې ستاسې خپل هیواد کې شاته پاتې شوي یا کوم بل هیواد کې اوسیږي.
د بلجیم د قانون له مخې د کورنۍ یوازې ځانګړي غړي د کورنۍ یوځای کیدو طرزالعمل یا پروسې لپاره په شرایطو برابر دي. که چیرې د کورنۍ دغه غړي حقوقي معیار پوره کړي او اړین اسناد وړاندې کړی شي، د ۱۰مې مادې له مخې د "حق په توګه" د پنځه کټګوریو افراد په بلجیم کې تاسې سره یوځای کیدی شي:
آیا د کورنۍ یوځای کیدل ستاسې لپاره یو امکان دی؟
ستاسې د کورنۍ نور غړي (ستاسې سالم ماشومان چې عمرونه یې ۱۸ یا له دې ډیر وي او لمسیان، وریرونه/وریرې یا خوریان/خورزې، د ژوند غیر رسمي شریکان اوداسې نور) د کورنۍ یوځای کیدو ترتیباتو لاندې په تلجیم کې تاسې سره نشي یوځای کیدی. په هرصورت، د پورته ذکر شوي قانون د ۹ او ۱۳ مادو پربنسټ هغوی کولی شي د بشر دوستانه مواردو له مخې په بلجیم کې د اوسیدو جواز لپاره غوښتنه وکړي.
د کورنۍ یوځای کیدو برخلاف، بشري ویزه حق ندی بلکه د خیر ښیګڼې عمل دی چې د بلجیم چارواکي او ادارې لخوا د کورنۍ هغه غړي لپاره ورکول کیږي چې د ۱۰مې مادې لاندې د کورنۍ په شرایطو برابر یا مستعد غړی ندی مګر غواړي په بلجیم کې تاسې سره یوځای شي. د بلجیم قانون د بشري ویزې ورکولو لپاره کوم ځانګړي شرایط یا اړتیاوې نه تصریح کوي. پدې تړاو، پریکړه د بلجیم د مهاجرت دفتر واک دی، چې د قضیې له مخې ارزونه کوي ترڅو مشخص کړي چې آیا شرایط - کوم چې باید په مناسب ډول اثبات شي - د کورنۍ نوموړي غړي لپاره معیار پوره کوي چې په بلجیم کې میشت شي. په هرصورت، پدې تړاو موږ ستاسې توجه د کورنۍ یوځای کیدو او د بشري ویزې احتمالي اوږدمهاله او پیچلي پروسو ته اړوو.
دا ویب پاڼه په بلجیم کې د پیژندل شوي یا تثبیت شوي مهاجرینو یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکو لپاره د کورنۍ یوځای کیدو په اړه یوازې معلومات وړاندې کوي. د بشري ویزې د غوښتنلیک پروسې پیچلتیا ته په کتلو سره، موږ تاسې ته سپارښتنه کو چې د یوه وکیل یا داسې سازمان سره مشوره وکړئ چې کولی شي حقوقي مشوره وړاندې کړي. سور صلیب تاسې سره د بشري ویزې غوښتنلیک کې مرسته نشي کولی.
موږ تاسې دې لاندې ویب پاڼې ته راجع کوو: